Banner

د جمعې مبارکې ورځې په اړوند معلومات

17.06.2008 07:43

٠  د مسلمانانو د رخصتۍ ورځ جمعه ده.
٠  تر ټولو ورځو غوره جمعه ده.
٠  ادم(ع) د جمعې په ورځ پيدا شوى دى.
٠  ادم(ع) د جمعې په ورځ جنت ته ننباسل شوى.
٠  ادم(ع) د جمعې په ورځ له جنت څخه ويستل شوى.
٠  ادم(ع) د جمعې په ورځ پيغمبر شوى دى.
٠  ادم(ع) د جمعې په ورځ ځمکې ته راکوز شوى.
٠  د ادم(ع) توبه د جمعې په ورځ قبوله شوې ده.
٠  د جمعې په ورځ به قيامت وي.
٠  د جمعې په ورځ به بندگان له څښتن(ج) سره په لومړي ځل ويني.
٠  د جمعې په ورځ له دوزخ څخه ازادي تر لاسه کېږي.
٠  محمد(ص) وايي الله(ج) هره جمعه شپږ لکه انسانان له دوزخ څخه جنت ته ننباسي.
٠  دوزخ هره ورځ غرمه مهال تودېږي.
٠  دوزخ يوازې د جمعې په ورځ تودېږي.
٠  محمد(ص) د جمعې ورځ اختر بولي.
٠  د عيسويانو(نصارى) د رخصتۍ ورځ يکشنبه ده.
٠  عيسويان باور لري چې په يکشنبې عيسى(ع) له قبر څخه اسمان ته ختلى دى.
٠  ٣٢١ز د روم پاچا د يکشنبې ورځ عمومي رخصتي کړه.
٠  د يهودو د رخصتۍ ورځ شنبه ده.
٠  يهود وايي څښتن(ج) په همدې ورځ په نيل سيند کې ژغورلي دي.
٠  يهود د موسى(ع) پيروان دي.

 

 


 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.